Quantcast
Channel: Pledging Conference –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 3

فنلیند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار څرګند کړ

$
0
0

د فنلیند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو د جمعې پر ورځ ویلي؛ نړۍ باید افغانستان د جنیوا په راتلونکې ناسته کې هیر نکړي او د مرسته کوونګیو د ستړیا مخه ونیسي.

نوموړي د دوحې د نښتو او بشري څېړنو انستیتوت ته د وینا پر مهال ویلي: لکه څنګه، چې نړیوال مرسته کوونکي د سږکال په نومبر کې د جنیوا کنفرانس ته چمتوالی نیسي؛ نو مرستندویانو ته به زمونږ پیغام دا وي، چې افغانستان هیر نکړي.

نوموړي ویلي؛ مونږ ټول په افغانستان کې د ایران، پاکستان او هند  په ګډون د سولې غوښتونکي یو.

هغه زیاته کړې: دوی ټول ژمن دي، چې په افغانستان کې سوله د دوی لپاره هم اړینه ده.

د فنلیند د بهرنیو ګارو وزارت څرګنده کړې؛ د کنفرانس لپاره زمونږ د چمتوالي موخه داده، چې په افغانستان کې د پراختیا لپاره تمویلوونکیي همغږي کړو. دوی باید د ستړیا احساس ونکړي.

هغه دا هم ویلي، چې له بده مرغه مرستې د هېواد ټولو سیمو ته ندي رسیدلي.

پیکا هاویستو په قطر کې د  دوحې د خبرو او د فطر د کوربتوب په اړه ویلي؛ د افغانستان د حکومت د استازیو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې روانې خبرې یو اړین پړاو ته رسیدلي او د ګوندونو په یوځای کولو کې د قطر رول د ستاینې وړ دی. تل داسې خلک شته، چې کله د سولې خبرې اترې تر سره کیږي؛ نو دوی ورسره کرکه راپورته کوي. په هره توګه زه د سولې د روان بهیر بریا ته هیله من یم.

دغه فنلیندي چارواکي د سولې خپلمنځي خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: زه په دې هڅه کې یم او ډاډ وړاندې کوم، چې د مرستندویانو په کنفرانس کې به د ښځو او لږکیو مسله وړاندې کوم. ما تل ویلي، چې ښځې او ځوانان د سولې په هڅو کې خورا اړین دي. د افغانو ښځو ښوونه او روزنه هم یوه بنسټیزه اړتیاده.

په دې کنفرانس کې به له ۷۰ ډېر هېوادونه او سازمانونه، چې د افغانستان ودې او پرمختګ ته هیله من دي ؛ ګډون وکړي.

The post فنلیند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار څرګند کړ first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 3